د سټنډرډ ملي ادارې مسوولین وايي، په دې وروستیو کې هېواد ته د ۲۱ ټنه او ۲۰۰ کیلو ګرامه بې‌کیفیته مایع ګازو د وارد مخه نیول شوې ده.

دغه رياست د شنبه د وږي ١١مه، اعلان وکړ، چې څه باندې ٢١ ټنه بې‌کيفيت مايع ګاز چې د حيرتان بندر له لارې هېواد ته داخل شوى و، له ارزونې او د کيفيت تر تضمين وروسته بېرته راستانه شوي دي.

په ورته وخت کې د سټنډرډ ملي ادارې د هېواد له ټولو سوداګرو غوښتي چې هېواد ته د بې‌کیفیته نفتي توکو له واردولو ډډه وکړي.

په داسې حال کې چې صادرونکو هېوادونو ته د ټيټ کيفيت ګازو د واردولو دغه رياست اعلان کړى، د سټنډرډ ملي رياست په دې وروستيو کې هڅه کوي چې افغانستان ته د ټيټ کيفيت نفتي توکو د واردولو مخه ونيسي.

تر دې مخکې هم لسګونه د ټيټ کيفيت لرونکي تېل وړونکي ټانکرونه له ازموينې وروسته ايران او نورو ګاونډيو هېوادونو ته لېږدول شوي دي.