د هند کرکټ غوره لیګ سیالیو په اتمه لوبه کې د سنرايزر حيدراباد لوبډلې د ممبۍ انډينز پر وړاندې د ۲۷۷ منډو په جوړولو سره په ای‌پي‌اېل کې د تر ټولو زیاتو منډو ریکارډ جوړ کړ.

د هند کرکټ غوره لیګ سیالیو کې تېره شپه چهارشنبه د مارچ ۲۷مه نن د سنرایزر حیدراباد لوبډله له ممبی انډیینز سره د لوبې ډګر ته لاړه او د یوې په زړه پورې سیالۍ په پایله کې یې بریا خپله کړه.

یاده لوبه تېر ماښام ۶:۳۰ بجې د هند د حیدراباد په اوپال «راجېف ګاندي کرکټ نړیوال لوبغالي» کې ترسره شوه او د سنرايزر حيدراباد لوبډلې د ممبۍ انډينز پر وړاندې د ۲۷۷ منډو په جوړولو سره په ای‌پي‌اېل کې د تر ټولو ډېرو منډو ریکارډ جوړ کړ.

ممبي لوبډلې ونشو کولی چې یاد هدف ته ځان ورسوي او د ۳۱ منډو په توپیر یې ۲۴۶ منډې وکړې.

د دې لوبې غوره لوبغاړی ابیشک شرما شو چې په ۲۳ توپونو یې ۶۳چټکې منډې کړې وې، خو ورسره د هټ او د کلاسکن توپ‌وهنې ستاینې پر خواله رسنیو زیاتې شوي دي.

د سنرایز لوبغاړي کلاسن وکولی شو چې په ۳۴ توپونو ۸۰ منډې ترسره کړي او ورسره د لوبې په لومړیو کې د دې لوبډلې بل لوبغاړي هټ په ۲۴ توپونو ۶۲ چټکې منډې ترسره کړې.

په ممبۍ انډينز لوبډلې کې افغان لوبغاړی محمد نبي او د سنرايزر حيدراباد لوبډلې کې فضل‌الحق فارقي هم اخیستل شوي، خو د تېرې شپې سیالۍ کې ونه لوبول شول.

نن په به د ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نهمه لوبه د راجستان رویالز او دهلي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د یادولو ده چې تر دې وړاندې لکنو لوبډلې په ۲۰۲۳ کال کې ۲۵۷ مندو هدف او د بنګلور لوبډلې هم  په ۲۰۱۳ کال کې د ۲۶۳ منډو هدف جوړ کړی وو چې دا ریکارډ تېره شپه د حیدراباد لوبډ‌لې مات کړ.

د هند غوره لیګ سیالۍ د جمعه د مارچ ۲۲مه پیل شوې چې سږکال پکې اته افغان لوبغاړو برخه اخیستې ده.