د پنجشیر د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم ریاست اعلان کړی، چې په تېر یوه کال کې د څه باندې درې میلیونه او ۶۲۹ زره ډالرو په ارزښت د پنجشېر زمرد له ۵۰ زره قیراطه ډېر پلورل شوي دي.

د افغانستان ملي ټلویزیون چې د سرپرست حکومت تر کنټرول لاندې دی، د دوشنبې د وږي ۶مه خبر ورکړ چې له دې پیسو څخه یې ۳۶۲ زره ۹۷۷ ډالره عواید ترلاسه کړي دي.

په راپور کې راغلي چې په پنجشیر کې د سرو زرو، سپینو زرو، روبي او اوسپنې د کانونو د رایستلو لومړني کارونه روان دي.

تر دې وړاندې د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی و، چې د پنجشیر څه باندې ۴۷ زره کارات زمرد د څه باندې درې میلیونه او ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشېر د زمردو د رایستلو له پيل راهيسې د پنجشېر زمرد په څوارلسو پړاوونو کې دوتالبي ته ايښودل شوى دى.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په پنجشېر کې د زمردو ۷۵۰ کانونه ثبت شوي، چې ۵۰۰ یې فعال دي.

د ا.ا د کانونو او پټرولیم وزارت د شمیرو له مخې په پنجشیر کې د زمرد ۷۵۰ کانونه ثبت شوي چې له دې جملې څخه ۵۰۰ کانونه فعال دي.