د سرپرست حکومت د اورګاډي پټلۍ ملي ادارې اعلان وکړ، چې تېره اوونۍ د هېواد له اورګاډي پټلۍ څخه ۸۰زره او ۹۵۰ مټریک ټنه توکي صادر او وارد شوي دي.

دغې ادارې د سې شنبې په ورځ د کب ۲۶ مه اعلان وکړ چې دغه باروړونکي توکي د هرات، اقينې او تورغونډۍ د بندرونو له لارې د همدې مياشتې له ١٨مې نېټې څخه تر ٢٤مې نېټې پورې هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د اعلامیې له مخې، له دې جملې څخه ۷۰ زره ۳۲۹ ټنه مالونه د هرات د اورګاډي کرښې له لارې، ۴ زره ۹۴ ټنه د اګینې د اورګاډي له لارې او ۶ زره ۵۲۷ ټنه د تورغونډۍ د اورګاډي له لارې لېږدول شوي دي.

د دې رياست د معلوماتو له مخې، په دغو صادراتي توکو کې ٨٦٩ ټنه وچه مېوه او د انارو جوس شامل دي.

د ریل پټلۍ ریاست ټینګار کړی چې په هیواد کې د ټرانسپورټ لویه برخه د سعادت له لارې ترسره کیږي.

باید وویل شي، چې د افغانستان ډېره سوداګري له پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو سره ده.