اصیل شرکت په بهر کې د افغانستان د لاسي توکو او کورنیو تولیداتو د معرفي کولو په برخه کې فعالیت کوي وايي، په لسګونو ښځینه نوښتګرو ته یې د خپلو تولیداتو د پلورلو لپاره انلاین پلورنځي جوړ کړي دي.
د دغه شرکت د مطبوعاتي څانګې مشره، سمیرا ګوهري وايي، دوی د افغاني لاسي توکو د معرفي او ملاتړ لپاره یوه ځانګړې څانګه جوړه کړې، چې تر ډېره په دې څانګه کې ښځې فعالې دي.
هغه دا هم وویل: “موږ د لاسي توکو د معرفي کولو لپاره انلاین پلورنځي لرو، ښځینه نوښتګرې خپل محصولات پلوري، په شمول افغاني جامې، ګاڼې، نقاشي او بهر انځورګري.”
په همدې حال کې لورا سینګار چې په کابل کې د ښځو د جامو یوه برنډ ده او د ښځو له خوا یې مشري کیږي، وايي چې دوی د افغاني جامو د ډیزاین او ګنډلو په برخو کې کار کوي او ډېری غوښتونکي یې په بهر کې افغان اتباع دي.
د دې کارخونې مسوولې، حسنا یوسفي خامه پرېس ته وویل: “پخوا په افغانستان کې ښځو د کار کولو توان درلود او د پېرلو توان یې درلود، خو اوس مهال ښځې بې روزګاره دي او موږ خپل توکي بهر ته صادروو ځکه چې دننه د پیرودلو وړتیا خورا ټیټه ده.”
طاهره عمري، چې په کابل کې يوه بله ښځينه سوداګره ده او د اصيل شرکت له لارې خپل توليدات پلوري، وايي، له لسو کلونو راهيسې د ګنډلو او ګلدوزۍ په برخه کې کار کوي او اوس شاوخوا څلوېښت مېرمنې په دې کارخونه کې په کار بوختې دي.
د يادونې ده، چې په تېرو دوو کلونو کې د ښځو لاسي توکي ته ډېره پاملرنه کړې او يو شمېر يې د لاسي صنايعو له لارې د خپلې کورنۍ د اقتصاد يوه برخه برابروي.
تهمينه چې يوه له ښځينه خياطۍ څخه ده، وايي چې له دوو کلونو راهيسې د ګنډلو او ګلدوزۍ په څانګه کې کار کوي او له دې لارې د خپلې کورنۍ عايد برابروي.
هغه له ا.ا څخه غوښتنه کوي: “موږ د مرستې او ملاتړ تمه لرو، ترڅو وکولی شو خپل توکي زیات کړو او بهر ته یې صادر کړو.”
د افغاني ټوکر په ګډون د افغانستان لاسي توکي په دې وروستيو کې په بهر کې د پام وړ ګرځېدلي او دغه توکي تر ډېره د افغان ښځو له خوا چمتو کېږي او بهر ته لېږل کېږي.


