د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د روان کال په سلواغې میاشت کې د څه باندې ۱۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.

یادې ادارې د هېواد په کچه د روان کال د سلواغې مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي چې له مخې یې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۳۴,۱ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۷۹۳,۵ ميليون ډالرو ته رسېږي.

 د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې همداراز ویلي چې تېر کال په همدې مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۷۶,۷ میلیون ډالرو ته رسید او په وینا یې چې د تېر کال د سلواغې مياشتې د صادراتو د ارقامو تحليل د روان کال د همدې مياشتې د صادراتو په پرتله ۴۲,۶ ميليون ډالره زیاتوالی ښيي.

د دې ادارې په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د تېر او روان ۱۴۰۲ کال په سلواغه مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او د تېر کال په سلواغه مياشت کې تر ټولو ډېر واردات له پاکستان، ایران او چین هېوادونو څخه شوي وو

د ویلو ده چې د روان کال په همدې مياشت کې تر ټولو ډېر واردات له ایران، چین او پاکستان څخه شوي دي.