سکای نیوز راپور ورکړی چې د بریټانیې حکومت له خبرداري سره سره افغانستان ته د دغه هېواد د سیلانیانو غوښتنه زیاته شوې ده.

سکای نیوز د شنبه (مارچ ۹) د دوو سیاحتي شرکتونو په حواله راپور ورکړ چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله افغانستان ته د سفرونو غوښتنه دوه برابره شوې ده. په راپور کې راغلي: “په ۲۰۲۳ کال کې درې سفرونه شوي، خو اوس دغه غوښتنه دوه برابره شوې ده.”

دغو سیاحتي شرکتونو زیاته کړه چې سوریه او عراق د ګرځندوی لپاره تر ټولو زیات تقاضا درلوده، خو په منځني ختیځ کې د وضعیت له امله ښايي افغانستان تر ټولو زیات سیلانیان راجلب کړي.

دغو شرکتونو همدا راز زیاته کړې چې د ا.ا له واک ته رسیدو وروسته به ګرځندویان کولی شي له هغو ځایونو څخه لیدنه وکړي چې مخکې یې د امنیتي ګواښونو له امله نه شي تللی.

په همدې حال کې د غزني ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حميدالله نثار وويل چې د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې ٢٩٣ تنو سيلانيانو د دغه ولايت له تاريخي ځايونو څخه ليدنه کړې ده.

له بلې خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو پخوانی مرستیال محقق فراهي وايي چې په دې وروستیو کې د ا.ا له بیا راتګ راهیسې د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه ۴۲۰۰ بهرنیو سیلانیانو لیدنه کړې ده.