د پاکستان د خلکو ګوند (PPP) له مشرانو څخه «آصف علي زرداري» په ولسمشریزو ټاکنو کې له خپل سیال څخه په زیات توپیر مخکې شوی او د څو کلونو لپاره به د یاد هېواد ولسمشر وي. 

۶۸ کلن زرداري له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۳ پورې هم د پاکستان ولسمشر و او نن یکشنبه د مارچ لسمه به یو ځل بیا د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

پاکستاني رسنیو پرون شنبه د مارچ نهمه راپور ورکړی چې د یاد هېواد له پارلماني ټاکنو یوه میاشت وروسته د قضائیه قوې رییس، امیرفاروق په یوه ژوندۍ تلوېزیوني برنامه کې «آصف علي زرداري» د پاکستان ولسمشر اعلان کړی دی.

آصف علي زرداري د دې چوکۍ د ګټلو لپاره د عمران د تحریک انصاف ګوند له ملاتړه برخمن «محمودخان اچکزي» سره سیالي وکړه.

د راپورونو له مخې چې آصف علي زرداري د ۴۱۱ پارلماني، ملي اسمبلۍ رایو په ګټلو سره له محمود اچکزي مخکې شوی دی.

د پاکستان د قضائیه قوې د رییس په وینا چې محمود اچکزي بیا ۱۸۱ رایې ترلاسه کړې دي. 

د ویلو ده چې په پاکستان کې د ولسمشرۍ چوکۍ تر ډېره تشریفاتي بڼه لري او کوم خاص صلاحیت نه لري.