یو شمېر افغان سوداګرو د افغانستان په چارو کې د هند له ځانګړي استازي جي‌پي‌سنګ سره په کتنه کې د هند د ویزې د بهیر د اسانتیا غوښتنه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د افغانستان لپاره د هند ځانګړي استازي جي‌پي‌سنګ د بهرنیو چارو وزارت په مرکزي دفتر کې له یو شمېر افغان ملي سوداګرو سره په کتنه کې د افغانستان او هند ترمنځ د صادراتو او وارداتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

په دې کتنه کې افغان سوداګرو د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره ارزښتناکه وبلله.

له بلې خوا په دې غونډه کې د افغانستان یو شمېر سوداګرو د ویزو د ورکړې په بهیر کې د اسانتیاو غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د هند ځانګړی استازی جی‌پی‌سینګ وايي، نوی ډیلی غواړي له کابل سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي.

باید وویل شي، چې هند که څه هم له افغانستان سره د اړیکو د ټینګولو غوښتونکی دی، خو د سیمې د نورو هېوادونو په څېر یې د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.