سرپرست حکومت وایي، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې قرارداد پرون د افغانستان، قزاقستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوی دی. 

د سرپرست حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد نن شنبه د حوت ۱۹مه په ایکس پاڼه لیکلي چې کاسا ۱۰۰۰ له مرکزي آسیا څخه جنوبي آسیا ته د برېښنا د لېږد پروژ ده چې قرارداد یې پرون د څلورو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی دی.

ښاغلي مجاهد ویلي چې د دې پروژې چارې به د نړیوال بانک په ملاتړ د روانې میاشتې په پای کې پیل شي.

بلخوا د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې هم ویلي چې د دې پروژې قرارداد د افغانستان، قرغیزستان، تاجکستان او پاکستان ترمنځ د نړیوال بانک په ملاتړ لاسلیک شوی دی. 

د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو اقتصادي اړیکو رییس، شفیع اعظم ویلي چې ټاکل شوې چې د دې پروژې چارې د اپریل میاشتې په پای کې پیل شي. 

د هغه په وینا چې ښايي دا پروژه په ۲۰۲۶ کې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.