د پاکستان د څوارلسمې دورې ولسمشریزې ټاکنې نن شنبه د دغه هېواد د مشرانو جرګې، ملي اسمبلۍ او د ایالتي پارلمانونو د استازو په حضور سره پیل شوې دي. 

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، دا ټاکنې نن شنبې په ځايي وخت د سهار په نهو بجو پیل شوې او د مازدیګر تر ۴ بجو به دوام وکړي.

دا ټاکنې به د دغه هېواد د مشرانو جرګې، ملي اسمبلۍ او ۴ ایالتي پارلمانونو په شتون سره وشي.

د پاکستان په پارلمان کې د خلکو ګوند مشر او د واکمن ائتلافي گوند کاندید، اصف علي زرداري او د اپوزیسیون د گوند کاندید محمود خان اڅکزی، چې اکثریت یې د عمران خان په گوند پورې تړلي استازي دي، د دغه هیواد د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندان دي.

د پاکستان د اوسني ولسمشر، عارف علوي د ولسمشرۍ دوره د روان هجري لمریز کال د لیندۍ په میاشت کې پای ته ورسېده او د پاکستان د اساسي قانون له مخې، د ولسمشرۍ ټاکنې باید له پارلماني ټاکنو وروسته په څو اوونیو کې ترسره شي.

د پاکستان د نوي ولسمشر د ټاکلو په پروسه کې د مشرانو جرګې او ملي پارلمان او همدارنګه د څلورو ایالتونو د پارلمانونو استازي برخه اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د مسلم ليګ ګوند مشر، شهباز شريف د پاکستان د ملي اسمبلۍ د استازو د رايو په اکثريت په ګټلو سره د پاکستان د ٢٤م لومړي وزير په توګه وټاکل شو.

د پاکستان د پارلمان په رسمي غونډه کې شریف وتوانید چې د عمران خان له ګوند څخه د خپل سیال عمر ایوب خان پر وړاندې د ۲۰۱ رایو په ګټلو سره یو ځل بیا د پاکستان لومړی وزیر شي.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې، ولسمشر به د پنځو کلونو لپاره په واک کې وي.