امریکایي رسنیو په لومړیو ټاکنو کې د دونالد ټرمپ د سیالې «نیکي هیلي» له ‘څنګ ته کېدو’ وروسته د جمهوريپالو د ملي کمېټې په حواله راپور ورکړی چې ټرمپ د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د دغه ګوند احتمالي کاندید دی.

نیکي هیلي، چې د جمهوري غوښتونکو ګوند یوه جګپوړې غړې او د دې ګوند په لومړنیو انتخاباتو کې د دونالد ټرمپ یوازینۍ سیاله وه، پرون په څو ایالتونو کې د ټرمپ له پرله‌پسې بریاوو وروسته له هغه سره له سیالۍ وتلې ده.

د نیکي هیلي له څنګ ته کېدو څو ساعته وروسته، د جمهوري غوښتونکو ملي کمیټې ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګوند د احتمالي نوماند په توګه اعلان کړی دی.

د جمهوري غوښتونکو د ملي کمېټې مشرې «رونا مک دانیل» د امریکا مخکني ولسمشر «دونالد ټرمپ» ته د دې بریا مبارکي ویلې، په داسې حال کې چې بایډن د دیموکرات ګوند له خوا د دغه هېواد د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د احتمالي کاندید په توګه وړاندیز شوی دی.

ټاکل شوې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د ۲۰۲۴ په نومبر کې وشي. د ټرمپ سره د لومړنیو سیالیو څخه د نیکي هیلي وتل د بایډن او ټرمپ ترمنځ د مخامخ کیدو لپاره لاره هواره کړې ده.