امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې د پخواني ټویټر یا ایکس (X) شبکې څښتن «ایلان ماسک» د امریکا ولسمشرۍ ته له نوماند او مخکني ولسمشر «دونالد ټرمپ» سره کتلي دي.

نیویارک ټایمز نن چهارشنبه د حوت ۱۶مه د خپلو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ایلان ماسک په «فلوریدا» کې د امریکا له مخکني ولسمشر سره کتلي دي.

دا کتنه داسې مهال کېږي چې ټرمپ د اوسني ولسمشر، جو بایډن پر وړاندې عمومي ټاکنو ته چمتووالی نیسي.

تر اوسه دا روښانه نه ده چې ایلان ماسک د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ له ټاکنیز کمپاین سره مالي ملاتړ کوي که نه؟

د ایکس شبکې څښتن «ایلان ماسک» که څه هم د ۱۹۲ میلیارد ډالر شتمنۍ په لرلو سره د نړۍ درېیم شتمن کس بلل شوی، خو د سیاسي مرستې لپاره دا شتمني دومره ډېره نه ده بلل شوې.

ویل کېږي چې ایلان ماسک له ۲۰۰۹ راهیسې په دې برخه کې نږدې یو میلیون ډالر مالي مرسته هم کړې ده.

په ورته وخت کې دا هم ویل شوي چې که ماسک خپله تګلاره بدله او ټرمپ ته د مالي ملاتړ چمتو کولو پریکړه وکړي، دا به د مخکني ولسمشر «دونالد ټرمپ» په ټاکنیز کمپاین کې د پام‌وړ پرمختګ سبب شي.