د پاکستان د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی، چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند نوماندان، چې ډېرې رایې یې هم ګټلې، په پارلمان کې د ځانګړې څوکیو د ترلاسه کولو لپاره اړین شرایط نه لري.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف، د نواز شریف په مشرۍ نواز مسلم لیګ او د بلاول بوټو په مشرۍ پیپلز ګوند په دې ټاکنیزه سیالۍ کې مهم ګوندونه وو.

د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون د تحريک انصاف ګوند خپلواک کانديدان په ډېر ځنډ سره په انتخاباتو کې د مخکښو کانديدانو په توګه اعلان کړل، خو د پارلماني څوکیو حق ځکه ترې اخیستل شوی چې دوی د یو ایتلافي حکومت په جوړولو کې پاتې راغلي دي.

د دغه کمېسیون په وروستۍ پرېکړه کې ویل شوي چې د دغه ګوند له ملاتړه برخمن نوماندان د پاکستان په پارلمان کې ځانګړې څوکۍ نه شي ترلاسه کولی او پاکستاني رسنیو دغه پرېکړه پر پخواني لومړي وزیر عمران خان لپاره یو بل ګوزار بللی دی.

د پاکستان پارلماني ټاکنې چې د سیاسي کړکېچونو او سختو ناامنیو په منځ کې ترسره شوې، تقریبا بې پایلې پای ته ورسېدې، او د نواز مسلم لیګ ګوند او پیپلز ګوند موافقه وکړه چې د خپل سخت سیال (تحریک انصاف ګوند) پر وړاندې یو ایتلافي حکومت جوړ کړي.

له دې هوکړې وروسته د نواز شریف کشر ورور، شهباز شریف د لومړي وزیر په توګه معرفي شو او د دغه هېواد ملي شورا د ولسمشر د ټاکلو لپاره تیاری نیسي.