Thursday Jun 21, 2018

حکومت د ۲۴ میلیون یورو په ارزښت د پرمختللې راډار د نصبولو په اړه خبر ورکړ

نوشته شده توسط khaama - Sun Aug 06 2017, 11:07 am

د افغانستان د هوانوردي د خپلواکې ملکي ادارې چارواکي په هېواد د یوې نوې پرمختللې راډار سیسټم د نصبولو په اړه خبر ورکړ.

محمد شاه حبیبي، د هوانوردي د خپلواکې ملکي ادارې رئیس نن په دې اړه په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د وینا پر مهال خبر ورکړ.

نوموړې زیاته کړه، په پام کې ده چې نوې پرمختللې راډار سیسټم په نږدې راتلونکي نصب او کار اخیستلو ته چمتو شي.

د ښاغلي حبیبي په وینا، د نوې راډار سیسټم د نصبولولګښت ۲۴ میلیونه یورو اټکل شوی دی او د دغه راډار د ساتنې او څارنې کلنی لګښت به کابو ۹ میلیون یورو وي.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان حکومت او د یاد ریاست هڅه داده، چې د افغانستان فضا د یوه پرمختللي رادار په واسطه کنټرول او وڅارل شي.

د هوانوردي د خپلواکې ملکي ادارې رئیس وویل، چې په دې اړه د افغان حکومت هڅې وروسته له پیل شوي افغان حکومت په ۲۰۱۵ کال کې د ناټو ځواکونو څخه د افغانتسان د هوایي حریم کنټرول تر لاسه کړ.

ښاغلي حبیبي دا هم وویل، چې د نوې راډار سیسټم د نصبولو سره به د هوانوردي د خپلواکې ملکي ادارې په ادارې ظرفیتونو کې هم لوړوالي راشي او له دې سره به په هېواد کې د هوانوردي په برخه کې او د نورو هوایي شرکتونو له خوا د پانګه اچونې لپاره هم لاره هواره شي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید