د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ترکمنستان او افغانستان د سوداګریزو اړیکو د لومړي کنفرانس د پرانیستلو په موخه تېره ورځ د ۱۵ ښځینه سوداګرو په ګډون د یوه پلاوي په مشرۍ عشق اباد ته تللی دی.

د ا.ا دغه پلاوی د جمعې په ورځ ترکمنستان ته د سوداګریزو توکو او افغاني محصولاتو په کنفرانس او ​​نندارتون کې د ګډون په موخه تللی و، چې ۱۵ تنه سوداګرې ښځې هم په دغه پلاوي کې غړيتوب لري.

دا لومړی ځل دی، چې سوداګرې ښځې د ا.ا د پلاوي په جوړولو له افغانستانه بهر په رسمي او اقتصادي سفر ځي.

نورالدین عزیزي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي: “د ښځو شاملول لا هم اړین وو او اوس ۱۵ ښځې له موږ سره دي او د پنځلسو شرکتونو استازیتوب کوي.”

ښاغلي عزیز زیاته کړه چې دوی غواړي د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو ظرفیت لوړ شي.

په همدې حال کې ښځو په عشق اباد کې په جوړه شوې خبري ناسته کې د سیمې په کچه د افغان ښځو لپاره د سوداګرۍ د یوه کمربند د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د یادولو ده چې د ا.ا له بیا راتګ وروسته په کابل کې د سوداګرو ښځو لپاره څو نندارتونونه جوړ شوي وو چې په کې څه باندې ۲۰۰۰ سوداګرو ښځو ګډون کړی وو. وروستی یې د خدیجه الکبری نړیوال نندارتون وو چې تر شپږو ورځو یې دوام وکړ.

ټاکل شوې د افغان – ترکمن سوداګريزه غونډه او د افغاني محصولاتو نندارتون سبا دوشنبه د مارچ په څلورمه په عشق اباد ښار کې جوړ شي.