شهباز شریف نن د پاکستان د ملي اسمبلۍ د غړو لخوا د پاکستان د ۲۴ ام صدراعظم لخوا ټاکل شوی دی.  

د راپورونو له مخې، د پاکستان د ملي اسمبلۍ د غړو په اکثریت رایو سره شهباز شریف د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی دی.  

شهباز شریف د مسلم لیګ نواز، حزب ملي بلوچستان، مسلم لیګ قائد، حزب استحکام پاکستان او د قومي ایتلاف د ګوندونو لخوا ټاکل شوی و.

بلخوا د عمران خان په ګوند پسې تړلي استازو «جناح اپوزوسیون» په دې رای اچونه کې اعتراض کړی او دا ټاکنې یې له درغلۍ ډکې بللې دي.

شهباز شریف د عمران خان تر ګوښه کېدو وروسته د ایتلافي حکومت چارې پر مخ وړې، اوس تازه د ۲۰۱ رایو په ګټلو سره د پاکستان ۲۴ صدراعظم ټاکل شوی دی.

 د پاکستان ملي اسمبلۍ د نن ورځې په رای اچونه کې د د عدالت جنبش ګوند کاندید شهباز شریف او عمر ایوب خان هم حاضر وو.

د راپورونو له مخې ټاکل شوې د پاکستان د نوي لومړي وزیر د لوړې مراسم سبا ترسره شي.