د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په تېره یوه ورځ کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې زر افغان کډوال را ایستل شوي دي.  

دغه وزارت نن یکشنبه د حوت ۱۳مه په خبرپاڼه کې ویلي چې تازه شاوخوا ۱۴۷۷ افغانان له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.  

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې ۲۰۵ نور افغان کډوال د پاکستاني پولیسو لخوا افغانستان ته رالېږل شوي دي.

یاد وزارت دا هم ویلي چې دا کسان د حوت په ۱۱مه او ۱۲مه له بېلابېلو لارو  هېواد ته راغلي او رالېږل شوي دي.

پاکستان او ایران په دې وروستیو کې د افغان کډوالو پر وړاندې چلند سخت کړی او په وروستیو څو میاشتې کې یې سلګونه زره افغان کډوال نیولي او هېواد ته رالېږلي دي.