جاوید بشارت له کاناډایی سیال څخه ماته وخوړه او د UFC سازمان کې یې خپله لومړۍ ماتې تجربه کړه.

د کاناډا لوبغاړي ایمن ذهابي نن یکشنبه د مارچ درېیمه په دې وتوانید چې جاوید بشارت ته په پواینټونو ماتې ورکړي.

جاوید بشارت تر دې وړاندې څوارلس لوبې کړي چې په ټولو کې یې بریاوې ترلاسه کړې دي.

ایمن ذهابي د امریکا په لاس ویګاس ښار کې افغان لوبغاړي ته په ماتې ورکولو سره خپله ۱۱مه بریا خپله کړه.

دغه سیالي د ۶۱ کیلو ګرامه وزن په برخه کې ترسره شوه.