د ننګرهار سیمه‌ییز مسوولین وايي، یو موټر د چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله د اوبو په کانال کې لوېدلی دی.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي نن یکشنبه د کب ١٣مه، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وويل چې په دغه موټر کې سپاره درې تنه سپرلۍ له پېښې روغ وتلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه موټر له خپلو سپرلیو سره د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د اوبو په کانال کې لوېدلی دی.

سرچينې زياته کړه، چې په دې موټر کې سپاره کسان ښه دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه موټر د کرین په وسیله د اوبو له کانال څخه را ایستل شوی او مالک ته یې سپارل شوی دی.

په ورته وخت کې په بدخشان کې هم د یوه موټر د چپه‌کېدو له امله څلور تنه ټپیان شوي دي.

د بدخشان سیمه‌ییزو رسنیو ویلي، چې د فیض اباد – ارګو ولسوالۍ په لاره کې یو کرولا موټر له سړکه اوښتی، چې له امله یې څلور تنه ټپیان شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د يادونې ده، چې د موټر چلوونکو بې‌احتياطي او تنګو سړکونه په هېواد کې د ترافيکي پېښو لاملونه بلل کېږي.