د افغانستان د ټولګټو وزارت اعلان کړی، چې د سالنګ لویه لار او د بامیان، غور، غزني، نورستان، سرپل او دایکندي ولایتونو ځینې ترانسپورتي لارې د تېرې ورځې د واورې د ورښت له امله لا هم د ترافیکو پر مخ تړلې دي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د سالنګ لویه لار د سختو واورو، توفان او کم لید له امله له دریو ورځو راهیسې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل – بامیانو لویه لار هم د واورو او باد له امله د کوتل حاجي‌ګک په سیمه، د کوتل قناق سړک او د کوتل اقربات لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

دغه وزارت زیاته کړه چې د غور د بایان بند او د شتیغ بند لارې هم د سختې واورې او باران له امله د ترافیکو پر مخ تړلې دي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې اوسمهال د غزني د مالستان، اجرستان، ناهور او جاغوري ولسواليو لارې د ترافيکو پر مخ تړلې دي.

د ټولګټو وزارت زیاته کړه، چې په نورستان کې باران او واوره ورېږي او د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د واورې اندازه ۱۵۰ سانتي مترو ته رسېږي. د دغه وزارت په وینا، د پرله‌پسې توپان له امله د نورستان یو شمېر لارې د ترافیکو پر مخ تړلې دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د سرپل قم کوتل، د اروزګان ولایت کوتل سنګر، د بغلان شیخ جلال او پلفي کوتل او همدارنګه د بلخ البرز ولسوالۍ کې هم لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. واوره

دغه وزارت په دايکنډي کې د واورو د اورښت خبر ورکړى او ويلي يې دي چې د نيلي-خدير، نيلي-کيتي او نيلي-کوتل قوناق لارې د باران او واورو له امله تړل شوې دي.

په تېرو څو ورځو کې د واورې ورښت د ټرانسپورټي لارو د بندېدو ترڅنګ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه هم اړولي دي.