د خوړو نړیوال پروګرام وایي، چې اروپايي ټولنې تازه د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۲۱ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

دې ادارې پرون جمعه د حوت ۱۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ټاکل شوې له دې مرستې ۳۰۰ زره افغانان برخمن شي .

د خوړو نړیوال پروګرام همداراز ویلي چې د اروپايي ټولنې په دې مرستې سره به په افغانستان کې د خوړو په خوندیتوب کې ښه‌والی راشي.

په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې، رافایلا آیودیس ویلي، چې اروپايي ټولنه به د افغانستان د خلکو لاسنیوي ته دوام ورکوي.

بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګویتریش تازه ویلي چې دې سازمان په افغانستان کې بشري ناورین ته د رسېدنې لپاره د اړتیا وړ درې سلنه بودیجه ترلاسه کړې ده.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د وروستیو زلزلو او د کډوالو په راستنېدونو سره بشري مرستو ته اړتیا زیاته شوې ده.