د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان څخه بنفشه یعقوبي او ۱۱ نورې ښځې د یاد وزارت د ۲۰۲۴ کال د زړورو ښځو جایزه ګټونکي اعلان کړې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې، چې د جمعه د کب ١١مه خپره شوه، اغلې يعقوبي په افغانستان کې له ړندو کسانو سره د مرستې له امله د دې جايزې مستحقه ګڼل شوې ده.

په دې اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې بنفشه يعقوبي له ډېرو کلونو راهيسې د ښځو د ځورونې د مدافع وکيل په توګه کار کړى دى.

د يادونې ده، چې اغلې يعقوبي په ۲۰۰۸ کال کې له خپل مېړه سره د «رهیاب » موسسه جوړه کړې او د ړندو کسانو د پوهنې او بيارغونې په برخه کې يې کار کاوه.

دا ښځه هم د سترګو معلولیت لري او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، هغه د افغانستان د معلولیت لرونکو وګړو لپاره نه ستړي کیدونکي مدافع وکیله ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زړورې ښځې جایزه هر کال هغو میرمنو ته ورکول کیږي چې د سولې، عدالت، زړورتیا، رهبرۍ، بشري حقونو او د جنسیتي برابرۍ په برخو کې یې کار کړی وي.

بايد يادونه وشي، چې مېرمن يعقوبي پخپله اوس په بهر کې ژوند کوي او د مارچ په څلورمه به دغه جايزه ترلاسه کوي.

په ۲۰۱۲ کې، افغانستان د ړندو په اړه نړیوال کنوانسیون ته داخل شو، چې دا کنوانسیون مکلف دی چې د لیدونکو لپاره د روغتیا خدماتو او تعلیم ملاتړ وکړي.

په همدې حال کې یو له ړندو خبریالانو څخه یزداني پرست خامه پرېس ته وايي چې په افغانستان کې د ړندو ملاتړ کوونکو بنسټونو پاملرنه کمه شوې ده.

هغه زیاته کړه: ړانده د ژمي په دې ساړه موسم او د روژې په را رسیدو کې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

که څه هم په افغانستان کې د ړندو کسانو د شمېر په اړه مشخصې احصایې نه شته، خو د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په ۲۰۱۶ کال کې د دوی شمېر تر ۴۰۰ زرو ډېر دی او ۱،۵ میلیونه کسان د لید کمزورتیا لری.