د افغانستان بانک نن (شنبه، د کب لسمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تر اوسه هیڅ شخص یا شرکت ته د انلاین صرافۍ جواز نه دی صادر شوی او د انلاین صرافۍ په نوم فعالیتونه غیرقانوني ګڼل کیږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې لا هم د هېواد په بازارونو کې یو شمېر کسان د انلاین صرافۍ په نوم معاملې ترسره کوي او د AgiGpt-QT4  فورسیج او داسې نور په بازار کې فعالیت لري، چې د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې، ددې افرادو فعالیت غیرقانوني دی.

په خبرپاڼه کې له هېوادوالو غوښتل شوي چې د یادو معاملو د خطرونو، زیانونو او نورو مسوولیتونو په پام کې نیولو سره له ورته اشخاصو او له دې ډول شرکتونو  سره د انلاین معاملو له ترسره کولو ډډه وکړي.