د سرپرست حکومت ستره محکمه وایي چې په فراه کې په نشه‌يي توکو روږدي ۶۵ کسان له درملنې وروسته آزاد شوي دي.

دې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان له پنځو میاشتو وروسته په ضمانت خوشې شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا کسان له نشه‌يي توکو د استفادې په تور نیول شوي وو او له درملنې وروسته د ډاکترانو لخوا خوشې شوي دي.

ویل کېږي چې له دغو ۶۵ کسانو څخه ضمانت اخیستل شوی چې په راتلونکې کې به له نشه‌يي توکو استفاده نه کوي. 

تر دې وړاندې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په یوه خبري غونډه کې ویلي وو چې د پلچرخي او روږدو د درملنې په مرکز کې زرګونه روږدي کسان مرستې ته اړتیا لري. 

د ویلو ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کرنه، قاچاق او استعمال بندیز ولګېد او په نشه‌يي توکو سلګونه زره روږدي کسان ونیول شول.