د سرپرست حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزات د هواپېژندنې ادارې په یو شمېر ولایتونو کې د واورین او باراني اورښت اټکل کړی دی.

هواپېژندنې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې سبا او بل سبا (د حوت ۱۱ تر ۱۲) په هرات،فراه، هلمند،کندهار، زابل،ارزگان، دایکندي، غور، سرپل، بلخ، بامیان، وردګ، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوگر، ننگرهار، لغمان،کنړ، نورستان، بدخشان، پنجشیر،کاپیسا، بغلان،کابل، سمنگان، تخار او کندز ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته. 

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي په بېلابېلو سیمو کې به د باران اندازه له ۱۵ تر ۵۰ میلي مترو او د واورې اندازه له ۲۰ تر ۸۹ سانتي مترو پورې وي. 

د هواپېژندنې ادارې دا اټکل داسې مهال ورکړی چې نن پنجشنبه د حوت ۱۰مه هم په یو شمېر ولایتونو کې واوره او باران ادامه لري.

د ویلو ده چې په وروستیو ورځو کې په یو شمېر ولایتونو کې د اورښتونو له امله لسګونه کسان مړه او یو شمېر نور ټپيان شوي هم دي.