د غزني امنیتي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یوې ناوې ځان زندۍ کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.

د غزني د امنيه قوماندانۍ وياند خالد سرحدي نن د کب ۱۰مه، رسنيو ته وويل، چې دا پېښه د دغه ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د دغه امنیتي مسوولینو په وینا دغې ښځه د خپل پلار په کور کې دا کار کړی او خاوند یې په ایران کې دی.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو په هغه راپور کې چې شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې خپور شو ټینګار شوی چې نجونې له سخت خپګان سره مخ دي.

په یوه سروې کې چې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې او یوناما له خوا ترسره شوې، ویلي چې ۶۹ سلنه نجونې او ښځې په جدي توګه له یوازیتوب او خپګان سره مخ دي.