د افغانستان د حج او اوقافو وزارت اعلان کړی چې راتلونکی کال د ۳۰ زره حاجیانو د راستنېدو تړون له دوو کورنیو هوايي شرکتونو سره لاسلیک شوی دی.

دغه وزارت د چهارشنبه د کب ۹مه، په اېکس پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره د اریانا او کامیر هوايي شرکتونو سره د حج ترانسپورت تړون لاسلیک کړ.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د ١٥زره حاجيانو د راستنېدو مسووليت له اريانا هوايي شرکت سره او د ١٥زره حاجيانو د لېږدولو تړون له کام ايرهوايي شرکت سره شوى دى.

د سرپرست حکومت د حج او اوقافو وزارت ټینګار کړی، چې له خصوصي هوايي شرکتونو سره یې د دغه وزارت په ګډه ناسته کې د لېږد بهیر او د اسانتیاوو پر رامنځته کولو خبرې کړې دي.

تېر کال ۱۳ زره کسان د حج لپاره سعودي عربستان ته لېږدول شوي وو.

په همدې حال کې د افغانستان د حج دایمي سهمیه شاوخوا ۳۰ زره تنه ده.

دغه راز د سرپرست حکومت د حج او اوقافو وزير نورمحمد ثاقب هم د پيسو د ورکړې په پروګرام کې وويل، چې د حج د پيسو ١٠٨ ډالره او څلور سنټه پاتې دي او بېرته به دوى ته وسپارل شي.

د يادونې ده، چې د افغان حاجيانو لګښت شاوخوا څلور زره امريکايي ډالره دى.