د افغانستان او ایرلنډ ملي لوبډلو ترمنځ په یواځینۍ ټیسټ لوبه کې سیالې د ټاکلې موخې پوره کولو سربېره ۶۹ منډې مخکېوالی لري.

د افغانستان او ایرلنډ ملي لوبډلو ترمنځ یواځینۍ ټیسټ لوبه روانه ده، تر دې مهاله د سیالې لوبډلې اووه کسان سوځېدلي او د افغان لوبډلې د ټاکلې موخې پوره کولو سربېره ۶۹ منډې مخکېوالی لري.

د یادولو ده چې د افغان لوبډلې تکړه لوبغاړي راشد خان او مجیب الرحمن په دې ټيسټ سیالي کې نشته.

افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په یوه خبري ناسته کې د ایرلنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې په اړه ویلي وو چې هڅه یې دا ده چې د شرایطو څخه د خپل ځان په ګټه کار واخلي لوبه مثبته پيل او مثبته یې پای ته ورسوي.

د افغانستان او ایرلنډ ملي لوبډلو تر دې وړاندې یوه ټیسټ لوبه په ۲۰۱۹ کال کې کړې وه چې افغانستان ګټلې وه.