د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ترکمنستان ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد له مشر، قربان‌علي محمداف سره په کتنه کې پر اقتصادي او امنیتي مسایلو غږېدلی دی.  

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، ضیا احمد تکل نن پنجشنبه د حوت ۱۰مه په ایکس پاڼه لیکلي چې ښاغلي متقي په دې کتنه کې په افغانستان کې د پانګونې لپاره د فرصتونو د ایجاد ډاډ ورکړی دی.

بلخوا قربان علي محمداف هم ویلي چې دوی له افغانستان څخه راضي دي.

د ترکمنستان مشر همداراز ویلي چې دوی له افغانستان سره د برېښنا، نفت او ریل پټلۍ په برخو کې د همکاریو هڅې کوي. 

دا په داسې حال کې ده چې امیرخان متقي د یو پلاوي په مشرۍ د عشق آباد ښار ته سفر کړی دی. 

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دې سفر کې به د دیپلوماتیکو اړیکو، سوداګرۍ او په افغانستان کې د پانګونې په اړه خبرې اترې وشي.