د راپورونو له مخې «اصفعلي ‌دراني» او د افغانستان په چارو کې د پاکستان او ډنمارک ځانګړي استازي «لارس بو مولر» د افغان کډوالو پر ستونزو سره کتلي او خبرې یې کړې دي.

د پاکستان ځانګړي استازي اصف‌علي دراني د پنجشنبې په ورځ (د کب ۱۰مه) په اېکس پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره اعلان وکړ، چې نوموړي د افغانستان په چارو کې د ډنمارک له ځانګړي استازي لارس بو مولر سره وکتل.

تر اوسه د دغو غونډو نور جزییات نه دي خپاره شوي.

تر دې وړاندې د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ اعلان کړی و چې افغان کډوالو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه به له پاکستاني چارواکو سره وګوري او خبرې اترې وکړي.

د يادونې ده، چې له نړيوالو غبرګونونو سره سره له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ويستلو لړۍ د تېر کال په نومبر مياشت کې پيل شوې او تر اوسه دوام لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د شمېرو له مخې په تېرو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۵۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

په ورته وخت کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو له زیاتېدو سره د بشري اړتیاوو کچه هم لوړه شوې ده.