د افغانستان د ټولګټو وزارت اعلان کړی، چې د سالنګ لویه لاره د سختو بارانونو، واورو، توپان له امله د چهارشنبې په شپه له لسو بجو راهیسې د هر ډول ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

دغه وزارت له هېوادوالو غوښتي چې تر بل خبرتیا پورې دې پر دې لویه لاره له تګ راتګ ډډه وکړي.

دغه لویه لاره د یکشنبې په ورځ د سختو واورو او توفان له امله تړل شوې وه، نن سهار شاوخوا ۷ بجې د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه، خو د سالنګ په لوړو کې د اورښت له امله یو ځل بیا د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د يادونې ده، چې د کابل – غور لويه لار چې څلور ورځې وړاندې د بکک کوتل له لارې تړل شوې وه، نن سهار د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.