د فاریاب سیمه‌ییز مسوولین وايي، د فاریاب په بېلابېلو سیمو کې د دوو ترافیکي پېښو په پایله کې درې تنه مړه او شل نور ټپیان شوي دي.

باختراژانس پرون چهارشنبه د کب ٩مه خبر ورکړ چې دغه پيښه د دغه ولايت په دولت اباد او خانچهارباغ ولسواليو کې رامنځته شوه .

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ترافيکي پېښو د زياتوالي له امله لسګونه کسان مړه شوي او سلګونه نور ټپيان دي.

د يادونې ده، چې د موټر چلوونکو بې‌احتياطي، چټک تګ، د ترافيکي قوانينو نه مراعت او د سړکونو خرابوالى په هېواد کې د ترافيکي پېښو د ډېرېدو اصلي لاملونه دي.