د غور سیمه‌ییز مسوولین وايي، د غور-کابل لویه لار چې څلور ورځې وړاندې د کوتل بکک پر لویه لاره د سختو واورو او طوفانونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، د دې ولایت د ټولګټو ریاست د واورو پاکولو ټیمونو له خوا بېرته پرانیستل شوه.

د غور او بامیان ولایتونو ترمنځ پر پوله د کوتل بکک د هېواد په کچه یو له سختو لارو څخه ده چې تېره ورځ د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د واورې ورښت دوام لري او د ګڼو لویو لارو او ترانسپورتي لارو د تړل‌کېدو لامل شوی دی.