د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په ۲۹ مه د اسلامي امارت او  امریکا ترمنځ له اتلس میاشتو خبرو وروسته د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دوحې موافقه لاسلیک شوه.

یاده هوکړه د اسلامي امارت په استازیتوب د هغه وخت د سیاسي دفتر مرستیال ملا عبدالغني برادر او د امریکا په استازیتوب د افغانستان د سولې لپاره د متحدوایالتونو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد لخوا لاسلیک شوه.

په دې هوکړه کې امریکا ژمنه وکړه چې د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې به خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي او د اسلامي امارت لخوا هم یو شمېر ژمنې وشوې.

په هوکړه کې د افغانستان تېر حکومت مکلف ګڼل شوی و چې تر ۵۰۰۰ پورې طالب بندیان خوشې کړي او له هوکړې درې میاشتې وروسته به، بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

په دې هوکړه  کې لاندې څلور موارد شامل وو:

–           د افغانستان له خاورې به هیڅ ډله د امریکا او د امریکا د متحدانو پر ضد کار نه اخلي.

–           بهرني خواکونه به له ټاکل شوي مهالوېش سره سم له افغانستانه وځي.

–           د افغانانو خپلمنخي خبرې د ۲۰۲۰ د مارچ له لسمې خبرې پیلېږي. په خبرو کې به پر دایمي اوربند خبرې کېږي او موافقه به پرې کېږي او دغه راز به د افغانستان د راتلونکې د لارې نقشه چمتو کېږي.

–           د امریکا او ايتلافي ځواکونه به یې په ۱۳۵ ورځو کې له افغانستانه وځي او طالبان به په دې موده کې پرې برید نه کوي.

د دې تړون هېڅ یوه برخه هم په خپل ټاکلي وخت عملي نه شوه، امریکایي ځواکونه په بشپړ ډول له درې میاشتني ځنډ له افغانستانه ووتل، د طالبانو ۵۰۰۰ بندیانو له شپږ میاشتني ځنډ وروسته خوشې شول، بین الافغاني مذاکرات هم په شپږ میاشتني ځنډ سره پیل شول.