د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت د یوې ازادې سیالۍ په ترڅ کې د لوګر د عامې روغتیا په ریاست کې د ښځو د ګمارنې اعلان وکړ.

دغه وزارت په دې وروستیو کې په خپله یوه پاڼه کې لیکلي، چې په لوګر کې د ازادې سیالۍ له لارې د څه باندې ۲۰۰ خالي بستونو ازموینه واخیستل شوه، چې ښځو او سړیو دواړو برخه اخیستې وه.

که څه هم دغه وزارت دا نه ده څرګنده کړې، چې په دې سیالیو کې څومره نجونو برخه اخیستې ده، خو په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې داوطلبانو د قابله ګۍ، واکسیناتور، نرس، ټولنیز کارکوونکې او د رواني مشاورینو په څانګو کې سیالۍ کړې دي.

د يادونې ده، چې د عامې روغتيا وزارت څو ورځې وړاندې د يو شمېر ولايتونو په روغتيايي مرکزونو کې د نجونو د ګمارنې اعلان کړى و، خو د دغه وزارت مسوولينو د دې موضوع څرنګوالی او حقيقت روښانه نه کړ.

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد تر دې وړاندې ویلي وو چې په یو شمېر ولایتونو کې د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دي.

طيبې چې په يوه دولتي روغتون کې د نرسانو له ډلې څخه يوه نجلۍ ده خامه پرېس ته وويل چې د معمول په څېر خپلې دندې ته دوام ورکوي. هغه زياته کړه، چې په دغه روغتون کې د ښځينه کارکوونکو کمښت د پام وړ دى.

له بلې خوا په تېرو دوو کلونو کې له نجونو څخه د “EXIT EXAM” په ازموینه کې پاتې راتلل د روغتیا په برخه کې د ښځینه ډاکټرانو د کمښت لامل شوی دی.

د عامې روغتیا وزیر دا هم وویل، لوګر، زابل، اروزګان او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې د ښځینه ډاکټرانو او قابلو شمېر په کې کم دی.