د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي د خبرو اترو لپاره سعودي عربستان ته تللی دی.

آسوشیتدپرس تازه راپور ورکړی چې ولادیمیر زلنسکي پرون سه‌شنبه د حوت ۸مه عربستان ته رسېدلی او ټاکل شوې چې هلته به د سعودي له ولیعهد، محمد بن سلمان سره د اوکراین او روسیې د جګړې په اړه خبرې اترې وکړي.

دا کتنه داسې مهال کېږي چې د سعودي ولیعهد، محمد بن سلمان هڅه کړې چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د درولو لپاره خپل دریځ پیاوړی کړي، په داسې حال کې چې ریاض د انرژۍ په پالیسیو کې له مسکو سره همغږي پاتې دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د اوکراین د پوځ لوړپوړي قوماندان ویلي وو چې اوکرایني ځواکونه د هېواد په ختیځ کې له ویجاړ شوي ښار «آودیوکا» څخه په شا شوي، په داسې حال کې چې دا ښار د اوکراین یو له مهمو ښارونو څخه دی.

د اوکرایني ځواکونو لخوا د یاد ښار پرېښودل داسې مهال دي چې اوکراین د مهماتو له سخت کمښت سره مخ دی.

ویل کیږي چې د اوکراین ولسمشر به د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د څیړلو او د جګړې پر مسئلې سربیره له سعودي سره د همکارۍ پر پراختیا هم خبرې وکړي.

د ویلو ده چې څو ورځې وړاندې د اوکراین او روسیې پر جګړې دوه کلونه واوښتل.