د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د درانه واورین او باراني اورښت اټکل کړی دی.

یاد وزارت نن سه‌شنبه د حوت ۷مه په خبرپاڼه کې ویلي چې په نن او سبا (د حوت ۸ او ۹مه) چې د سالنګونو په ګډون په کابل، وردګو، غزني، هرات، بادغیس، فراه، غور، فاریاب، بلخ، سرپل، پکتیا،خوست، پکتیکا، لوگر، پروان، بغلان، سمنگان، هلمند، قندهار، زابل، ارزگان، زابل، نیمروز او لوگر ولایتونو کې د اورښت اټکل شته.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران انداره له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو او د واورې اندازه له ۱۰ تر ۵۰ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.

هواپېژندنې ادارې دا خبرداری داسې مهال ورکړی چې نن هم د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې اورښت ادامه لري او تر دې وړاندې د درنې واورې له امله د یو شمېر ولایتونو لارې هم تړل شوې وې.