د هنګري پارلمان اعلان کړی چې له ۱۸ میاشتو ځنډ وروسته یې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب لایحه تصویب کړې ده.

د هنګري د پارلمان مطبوعاتي دفتر پرون دوشنبه د فبرورۍ ۲۶ مه اعلان کړی چې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب لایحه تصویب شوې ده.

د هنګري لومړي وزیر «ویکتور اوربان» ویلي چې د سویډن د ناټو د غړیتوب لایحې نه تصویب د دواړو هیوادونو اړیکې ترینګلې کړې دي.

د ویلو ده چې هنګري د ناټو وروستی غړی هېواد دی چې په دغه پوځي تړون کې د ګډون لپاره یې د سویډن غوښتنه ومنله.

تر دې مخکې فنلنډ په ناټو کې د سویډن غړیتوب منلی و، خو ترکیې له یو کال مخالفت وروسته ‘په ناټو کې د سویډن د غړیتوب لایحه’ تېر کال لاسلیک کړې وه.

بلخوا د شمالي اتلانتیک تړون عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ، په ناټو کې د سویډن غړیتوب د تصویب هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې د سویډن غړیتوب دوی «قوی او خوندي» کوي.

د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) په ۱۹۴۹ کې د ۱۲ هیوادونو په ایتلاف سره د پخواني شوروي اتحاد د ګواښونو پر وړاندې د امنیت او دفاع په موخه رامنځته شوی دی.

د ویلو ده چې په ناټو کې د سویډن له غړیتوب سره د دغه سازمان د غړو شمېر ۳۲ هېوادونو ته رسېدلی دی.