له ایران څخه د افغان کډوالو د رایستل کېدو په دوام، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې څه باندې ۲ زره نور افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت نن سه‌شنبه د حوت ۸مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تازه ۲ زره ۷۹۲ افغان کډوال له ایرانه تر را ایستل کېدو وروسته خپل هېواد ته راستانه شوي دي. 

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا کډوال د حوت په ۶مه او ۷مه د هرات د سلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

بلخوا د اسلام کلا سرحدي آمریت ویلي چې دا کډوال له ایران څخه راغلي او رالېږل شوي دي. 

ویل کېږي، په دغو کسانو کې مجرد او د کورنۍ‌واله هم شامل دي.

د ویلو ده چې په تېرو څو وروستیو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري را ایستل کېدل په کمسارې توګه زیات شوي چې د یادو هېوادونو چارواکو یې ستر لامل د «قانوني اسنادو» نه‌شتون بللی دی.