د ایران د عدلیې وزارت چارواکي وايي، چې په تېر یو کال کې له ۱۱۰۰ ډېر افغان بندیان د ‘بند مودې د پوره کولو لپاره’ افغانستان ته لېږدول شوې دي.

د ایران خبري آژانس «ایسنا» د راپور له مخې، د ایران د عدلیې وزارت د بندیانو د انتقال د کمېټې مشر ویلي چې په تېر یو کال کې ۱۱۳۶ افغان بندیان د بند مودې د پوره کولو لپاره د افغانستان بندخونو ته لېږدول شوي دي.

دغه ایراني چارواکي ویلي چې له ۱۳۹۲ راهیسې تر اوسه ۳ زره ۱۵ افغان بندیان د افغانستان مسوولینو ته سپارل شوي دي.

د ایران د عدلیې وزارت د بندیانو د انتقال د کمیټې مشر ویلي: “زموږ نیت د متقابل احترام په اساس د همکارۍ پراخول دي او په همدې اساس تهران ته د افغان پلاوي له سفر وروسته په تېر یو کال کې ۱۱۳۶ افغان بندیان د افغانستان زندانونو ته لېږدول شوي دي.»

د ایسنا د خبر له مخې، په تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرست، فضل محمد حقاني هم د بندیانو د انتقال او دغه هېواد ته د افغان بندیانو د سپارلو د موافقې د عملي کولو په برخه کې د ایران د عدلیې وزارت له همکاریو مننه کړې ده.

هغه د دواړو هېوادونو د مذهبي، تاریخي او فرهنګي مشترکاتو پر اهمیت د ټینګار په ترڅ کې د افغانستان او ایران ترمنځ د حقوقي او قضايي همکاریو د دوام او پراختیا غوښتنه کړې ده.

په دې کتنه کې په تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرست او د بشري حقوقو او نړیوالو چارو مرستیال د افغان مهاجرینو د مسئلې، په ایران کې د افغانانو د حقوقي او قضایي ستونزو او د هغوی د انتقال په شمول پر بېلابېلو مسایلو خبرې اترې کړې دي.