د دایکندي مسوولین وايي، په یاد ولایت کې د غرښویېدنې له امله یو کس مړ شوی دی.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند، جانان سایق د دې پېښې په تایید رسنیو ته ویلي چې د وروستیو واورو له امله د غزني، بامیان، دایکندي او سرپل ولایتونو د ۲۰ ولسوالیو لارې تړل شوې دي.

تر دې وړاندې د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د ورته پېښې له امله ۲۵ کسان مړه او ۸ نور ټپيان شوي وو.

د دې پېښو لامل تر ډېره وروستي اورښتونه، واورې او بارانونه بلل شوي دي.

بلخوا د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې لا هم په یو شمېر ولایتونو کې درنې واورې او باران د اورښت اټکل کړی دی.  

د ویلو ده چې نن ورځ هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې باراني او واورین اورښتونه ادامه لري.