د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي وایي چې پر دغه هېواد د روسیې د بریدونو له پيله تر اوسه ۳۱ زره اوکرایني ځواکونه وژل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر دا څرګندونې پرون یکشنبه د حوت ۶مه په یوه خبري ناسته کې ویلي وو.  

هغه ویلي چې د دې دوې کلنې جګړې له امله تر دې دمه ۳۱ زره ځواکونه وژل شوي دي. 

د اوکراین ولسمشر د دې جګړې له امله د ټپي شوي پوځیانو شمېر نه دی اعلان کړی. 

زلنسکي دا هم ویلي چې د دې جګړې له امله د ټپیانو شمېر ځکه نه اعلانوي چې روسیه بیا په خپلو نظامي پلانونو کې ترې استفاده کوي. 

د روسیې د برید له امله د دومره پوځیانو وژل کېدل «ستره ضایع» بلل شوې ده. 

تر دې وړاندې د اوکراین د ولسمشریزې ماڼۍ مشاور، میخایلو پودولیاک ویلي وو چې د روانې جګړې له امله ۱۳ زره اوکرایني نظامیان وژل شوي وو.