د واشنګټن پولیس وایي، چې د امریکا د پوځ یوه فعال غړي په واشنګټن ډي سي کې د اسرائیلو د سفارت مخې ته په غزه کې د روانې جګړې په اعتراض کې ځان سوځولی دی.

الجزیرې د دوشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۶مه د امریکا د اور وژنې د څانګې په حواله راپور ورکړی چې دغه سړی له سختو ټپونو سره روغتون ته وړل شوی دی. 

 د متحده ایالاتو د هوایي ځواک په وینا، هغه یو له فعال پیلوټانو څخه و او په غزه کې د روانې جګړې په اعتراض کې یې ځان ته اور ورته کړی دی.

د الجزیرې په وینا، مخکې له دې چې ځان ته اور واچوي، هغه «په جګړه کې مه ښکېلېږئ» ته په اشارې د «فلسطین آزاد کړئ» نارې وهلې.

دغه راز د اسرائیلو د سفارت ویاند ویلي، چې د دوی هېڅ کارکوونکی ټپي شوی نه دی او د ټولو کارکوونکو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

تر اوسه د دغه کس د هويت په اړه نور جزيات نه دي خپاره شوي، خو سيمه‌ييزو پوليسو ويلي، چې د دې پېښې په اړه پلټنې کوي. تر دې مخکې د ډسمبر په میاشت کې یو بل مظاهره کوونکي په اتلانتا کې د اسرائیلو د قونسلګرۍ مخې ته په یوه سیاسي اعتراض کې ځان سوځولی و.

د ویلو ده چې په واشنګټن کې د اسراییلو سفارت په غزه کې د جګړې پر ضد د پرله‌پسې مظاهرو یو ځای ګرځېدلی دی.

د وروستیو شمېرو له مخې، د اسراييلو او حماس ترمنځ د جګړې له پيل راهيسې تر اوسه په غزه کې تر ۲۹ زره زيات فلسطينيان وژل شوي او ميليونونه نور بې کوره شوي دي.