د هېواد پخوانی ولسمشر، حامد کرزی وایي چې په کابل کې یې د جاپان له سفیر «تاکایوشي کورومیا» سره کتلي دي. 

د حامد کرزي په ایکس پاڼه لیکل شوي چې هغه د افغانستان لپاره په روغتیا، زراعت، باستان‌شناسۍ، تعلیم او نورو برخو کې د جاپان له همکاریو مننه کړې او د دې همکاریو د دوام غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر په دې کتنه کې یو ځل بیا د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د دروازو پر پرانیستل کېدو ټینګار کړی دی.

حامد کرزي تر دې وړاندې په کابل کې د نړۍ هېوادونو له بېلابېلو استازو او سفیرانو سره کتلي او د هېواد پر وضعیت یې خبرې اترې کړې دي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په کابل کې پاتې شو.

د ویلو ده چې حامد کرزي تر دې وړاندې هم له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.