د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او د یاد هېواد سفیر «حسن کاظمي قُمي» وايي چې دا مهال څه باندې ۶ میلیونه افغان کډوال په ایران کې اوسېږي.

ښاغلي قُمي دا خبرې له یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کې کړې دي.

د ایران سفیر همداراز ویلي چې د افغانانو د کډوالۍ اصلي لامل په افغانستان کې د امریکا لخوا رامنځته شوي کړکېچونه وو.

حسن کاظمي قُمي دا نه دي ویلي چې دقیق شمېر څومره افغان کډوال په ایران کې دي او په کومو ښارونو کې په څه ډول ژوند تېروي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو نیول او بېرته هېواد ته رالېږل زیات شوي دي.  

ایراني چارواکو بار بار ټینګار کړی چې دوی به په خپله خاوره کې هېڅ غیرقانوني افغان کډوال ته د اوسېدو اجازه ور نه کړي.

د ویلو ده چې پاکستان او ترکیه هم هغه هېوادونه دي چې په وروستیو میاشتو کې یې د افغان کډوالو په ایستلو لاس پورې کړی او خبرداری یې ورکړی چې له خپلې خاورې به ټول «غیرقانوني» افغان کډوال وباسي.