د کابل مسوولین وايي، په یاد ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او ۱۲ نور ټپيان شوي دي. 

د کابل د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه نن یکشنبه د حوت ۶مه سهار شاوخوا ۶ بجې د اوولسمې حوزې اړوند په «اده مزار» سیمه کې شوې ده.

د ځایي مسوولینو په وینا چې پېښه د مارسډیز او سراچې د ټکر په پایله کې شوې ده.

د ویلو ده چې پرون هم په سمنګان او ننګرهار ولایتونو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله پنځه کسان مړه او درې نور ټپيان شوي وو.

په وروستیو کلونو کې د هېواد په تقریباً ټولو ولایتونو کې ترافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

په هېواد کې د ورته پېښو له امله د نارینه‌وو په ګډون وخت ناوخت ښځې او ماشومان هم ژوند له لاسه ورکوي.