د ترکیې ساحلي ګارډ وايي چې د یونان په لاره یې تازه ۱۰۶ افغان کډوال نیولي دي.  

ترکي رسنیو نن یکشنبه د حوت ۶مه راپور ورکړی چې دا کډوال له ژغورل کېدو وروسته د «چاناک قلعه» ښار د بهرنیو اتباعتو مرکز ته وړل شوي او همالته بندیان دي. 

ویل کېږي چې د غیرقانوني کډوالو په دې کښتۍ کې ۴۳ ماشومان هم شامل دي.

د ترکیې ساحلي ګارډ د دغو کسانو د نیولو لاملونه د قانوني اسنادو نه‌شتون او په غیرقانوني لارو تګ یاد کړي دي. 

په ورته وخت کې د ترکیې ساحلي ګارډ قوماندانۍ دا هم ویلي، چې دوی د ایواجیک په سواحلو کې په دریو پلاستیکي کښتیو کې د استوګنې له رسمي اسنادو پرته د مهاجرینو یوه ډله په نښه کړې ده.

د ویلو ده چې یونان له ترکیې څخه اروپايي ټولنې ته د پناه‌غوښتونکو د تګ اصلي لاره ده.

ترکیې تر دې وړاندې هم په دې لارو ګڼ‌شمېر افغان کډوال نیولي او بېرته هېواد ته رالېږلي وو.