د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، چې ټاکل شوې سبا د ا.ا د مشر په حکم په یاد ولایت کې د قصاص حکم عملي شي. 

دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د قصاص دا حکم به سبا دوشنبه د حوت ۷مه د اسلامي امارت د مشر په فرمان عملي شي. 

په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې د قصاص دا حکم به په څو کسانو او څرنګه عملي کېږي. 

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو د شبرغان له ټولو اوسېدونکو غوښتي چې له الکترونیکي وسیلو پرته دې هغه ځای ته ورشي. 

درې ورځې وړاندې په غزني کې دوه کسان د قتل په تړاو د اسلامي امارت لخوا قصاص شول.  

د اسلامي امارت سترې محکمې ویلي وو چې په غزني کې یې هغه کسان د ملا هیبت الله اخندزاده په امر قصاص کړي دي. 

هغه دوه کسان سیدجمال او ګل خان نومېدل او د قتل په تړاو په غزني کې قصاص شوي وو.