د هواپېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې سبا او بل سبا (یکشنبه، دوشنبه) د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د درنو واورو، بارانونو او سیلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.  

دې ادارې نن شنبه د حوت ۵مه په خبرپاڼه کې ویلي چې سبا او بل سبا د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د اورښت په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، قندهار، زابل، ارزگان، دایکندی، غور، بامیان، وردګ، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، غزنی، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوگر، کابل، پروان، بغلان او سمنگان ولایتونو کې اټکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې سږنی ژمی د اورښت کمښت له هېوادوالو سره د وچکالۍ اندېښنې پيدا کړې دي.

 د ویلو ده چې څه موده وړاندې ملګرو ملتونو افغانستان د نړۍ په هغو لسو هېوادونو کې شپږم حساب کړی و چې د اقلیمي بدلون له جدي پایلو سره مخ دي.

د اقلیمي بدلون سترې پایلې، وچکالي، زلزلې او خونړي سیلابونه بلل شوي دي.